کیرلا: د تیز باران او ځمکه ښویدنې د مړینې کچه ۲۲ تنوته رسیدلي

په کیرلا کې د تیز ورښتونو او ځمکې د خویدنې له امله د مړو شمیر ۲۲ تنو ته ورسیده.

دې روان او نه دریدونکي ورښت په ټول ایالت کې او په ځانګړې توګه په شمالي ولسوالیو کې ګڼ شمیر زیانونه رامنځته کړي. دا پداسې حال کې ده چې په بیلابیلو د اوبو بندونو کې هم د اوبو کچه لوړه شوې او له خپل ظرفیت نه هم لوړې دي. په دې ایالت کې د شاوخوا ۲۲ مخذنونو دروازې پرانیستل شوي ترڅو اضافي اوبه وویستل شي.

د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې او ملي پوځ دوه ټیمونه په محافظتي چارو بوخت دي. د (این ډي آر ایف) او د پوځ د انجینرۍ برخې دوه دوه ټیمونه هم له بنګلور نه د کوزیکوډ ولسوالۍ ته رارسیدلي.

د طبیعي پیښو د کنترول ښونې د سرچینو پر وینا چې د تیرې شپې راهیسې ۱۱ تنه د په آیډوکي کې وژل شوي، پنځه تنه د شمالي مالاپورم په ولسوالۍ کې، دوه نور په کنور کې، درې په ویاناډ کې او یو د کوزیکوډ په ولسوالۍ کې وژل شوی.

د پنځو تنو د ورکیدو خبر هم ورکړل شوی. په ګاټ روډ باندې د خټې د راغونډېدلو له امله د ویاناډ ولسوالۍ په بشپړه توګه بیله شوې. په تیرو ۲۶ کالو کې دا لومړی ځل دی چې د آسیا په کچه لوی د چیروټي بند چې په آیډوکي کې موقعیت لري خپلې دروازې د اوبو د ډیریدلو له امله په غرمه کې پرانیستلې چې د اوبو کچه ۲٫۳۹۸.۹۸ فوټو ته رسیدلې وې. ددې بند د اوبو ذخیره کولو نهایي کچه ۲٫۴۰۳ فوټه ده.

د آیډاملیار بند چې په کوچې ولسوالۍ کې موقعیت لري هم خپلې څلور دروازې په سهار کې د اوبو د تللو په موخه پرانستلې شوې او د پیریار سیند شاوخوا سیمو کې اوسیدونکو خلکو ته هم خبر ورکړل شو چې چمتو اوسي او هغه ځکه چې شونې ده چې د بند اوبه د سیلاب له اوبو سره یوځای شي نو کومه ستونزه رامنځته نکړي.

په داسې حال کې چې لوی وزیر پینارایي ویجایان د یوې ناستې د ترسره کولو نه وروسته خبریالانو ته وویل چې په ایالت کې د سیلاب وضعیت ډیر ویروونکی دی خو بیا هم موږ د هر ډول وضعیت سره د مخ کیدلو په موخه چمتو یو.

د مشر وزیر پر وینا چې د پوځ، بحري ځواکونو، ساحل ساتونکو مرسته ترلاسه شوې او د این ډي آر ایف شپږ نورټیمونه هم راغوښتل شوي ترڅو په سیلاب ځپلو سیمو کې مرسته وکړی شي.