پارلمان د ایس سي او ایس ټي اصلاح شوې لایحې منظورې کړې

حکومت د ۲۰۱۸ کال د وروسته پاتې ډلو ټپلو (د جرمونو مخنیوي) اصلاح کوونکې لایحه وروسته له هغې منظوره کړه چې د راجیا سبا لخوا په غږیزې رایه ورکونې سره منظوره شوه.

لوک سبا لا پخوا دغه لاحیه منظور کړی وه. دا قانون دا لایحه د هغو کسانو نیولو لپاره چې د وروسته پاتی طبقو پر وړاندې ظلمونو په ترسره کولو کې د مخکینۍ اجازې غوښتنه کوي پرخلاف تعدیل شوې ده.

د ټولنیز عدالت او پیاوړتیا وزیر ټهاور چاند ګیهلوټ په راجیه سبا کې ددې بیل رایو ته تر وړاندې کولو د مخه وویل چې حکومت د غریبو او ناتوانو وګړو د حفاظت هوډ کړی چې د وروسته پاتې طبقو ګټې هم په نظر کې نیول شوي.

ښاغلي ګیهلوټ د اپوزیسیون هغه نیوکې رد کړې چې ګواکې دغه لاحیه د کوم فشار تراغیزې لاندې راغلی او زیاته یې کړه چې حکومت د ټولنې غریبې برخې د مرستې او د هغوئ د حفاظت په برخه کې بیلابیل قدمونه اخیستي.

مخکې په ابتدایي خبرو کې له غرمې د مخکې برخه کې د کانګرس ګوند کماري سیلجا دا دعوا وکړه چې د بي جي پي په ریاست کې د ایس سي او ایس ټي پرخلاف ګڼ شمیر جرمونه ترسره شوي دي.

د بي جي پي ډاکټرې کیرودي لال مینا ددې غوښته وکړه چې باید په عدلي سیسټم کې ایس سۍ او ایس ټي ته ډيره ونډه ورکړل شي او کولیګیم د سیسټم د نړولو غوښته یې هم وکړه.