ایم اي اې: د هغو هندۍ ښځو مرسته څلور زره امریکايي ډالرو ته لوړه کړی شوه چې مړونو پریښې دي

د بهرنیو چارو وزارت د هغو هندۍ ښځو قانوني او مالي مرسته څلورو زرو ډالرو ته لوړه کړې کومې چې په ۱۳ هېوادونو کې د بهرنیو میړونو لخوا پریښودل شوي دي.

پنجشنبې د بهرنیو چارو مملکتی وزیر وي کی سینګ راجیا سبا ته وویل چې د هندۍ ټولنې مرسته کیدونکې ادارې (آی سي ډبلیو ایف) تګلارې په ۲۰۱۷ کال کې اصلاح شوي دي او موخه یې دا ده چې هغو ښځو سره قانوني مالي مرسته وشي کومې چې د بهرنیو میړونو لخوا پریښودل شوي او تر فشار لاندې دي.

تردې د مخه دغه پیسې په پرمختللیو هېوادونو کې ۳۰۰۰ ډالره او د پراختیا پرحال هېوادونو کې ۲۰۰۰ ډالره وو.

وزیر وویل چې دا مرسته د مرسته غوښتونکو یا د هندۍ ټولنې ادارې سره ترسره شوې. له ښځو سره مرسته کوونکو ادارو او این جي ارګانونو ته ویل شوي ترڅو د ښځو سره په اسناد برابرولو او د دوسیې په برابرولو کې په مرستې اقدام وکړي.

هغه وویل چې په تیرو څلورو کالو کې ټولټال ۴۳ ښځې په ۱۳ هېوادونو کې له دې مرستو برخمنې شوي چې د امریکا متحده ایالات، برطانیه، افغانستان، کولمبیا او سوډان هم پکې شامل دي.