د کټمنډو او د بیهار بودګیا ترمنځ د بس موټرو چوپړتیاوې پیل شوې

 

د لومړي ځل لپاره د نیپال پایتخت کټمنډو او د بیهار ترمنځ د بس موټرونو چوپړتیاوې د نیپال د فزیکي مالیې او ترانسپورټیشن وزیر راګوبیر مهاسیټ او د هندوستان سفیر منجیو سینګ پوري لخوا په کټمنډو کې پیل پرانستل شول.

۴۵ څوکۍ او ایرکنډیش لرونکي د ډیلکس بسونه به ۶۶۰ کیلومترو واټن په ۱۶ ساعتونو کې بشپړوي چې د کټمنډو او بوړګیا ترمنځ شتون لري. دغه بسونه به هره ورځ له کټمنډو نه د ماښام په ۷ بجې حرکت کوي او سبا سهار ۱۱ بجې به بودګیا ته رسیږي.

د بس کرایه به ۱۲۵۰ هندۍ وي. په ۲۰۱۴ کال کې نیپال ته د لومړي وزیر نریندر مودي د سفر پرمهال د دواړو لوریو د مسافرو د سهولت په موخه د موټرو هوکړه لیک امضاؤ شوی وو چې ګرځندویي او د ولسونو له ولسونو سره اړیکې به پیاوړې کړي.

په دې قرارداد کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بس موټرونو په تلو راتلو هوکړه شوې وه چې پخپل وخت، نیټه او ټاکل شویو لارو به تګ راتګ کوي.

د کټمنډو او بوړګیا د بسونو دغه خدمات د نیپال لخوا پنځم بسي خدمات دي. له کټمنډو نه ډیلي او واراناسي، ماهیندرانګر نه ډیلي ته، او پوکهارا نه ډیلي ته لا پخوا د بسونو خدمات پیل شوي وو. د جنک پور او پټنا تر منځ د بسون شپږم دور چوپړتیاوې به د یکشنبې له ورځې پیل شوي.