پاکستاني چارواکو ۱۸ تنه هندي ماهي نیوونکي د دوی تر واک لاندې اوبو کې نیولي دي

چارواکو په کراچۍ کې ویلي دغه ماهي نیوونکي د پاکستان د بحري قواوو ( پي ایم ایس اې ) سرتیرو لخوا د سه شنبې په ورځ نیول شوي دي.  دوی به د محکمې نه مخکې نن د ډاکس پولیسو ته وسپارل شي. د هندي ماهي نیوونکو دوه کښتۍ هم نیول شوي دي.

دوی به اوس د سلګونو نورو هغو هندي ماهي نیوونکو سره یو ځای شي چې د کراچۍ په زندانونو کې بندیان دي.دوی به یا خو د خپلو بندونو پر بشپړولو یا د پاکستان حکومت لخوا اعلان شوي هر ډول ښیګڼې اشارې سره خوشې شي.