آغلې سوراج به په دوشنبې کې د حکومتونو مشرانو جوړیدونکې ۱۷ناستې کې ګډون وکړي

د بهرنیو چارو وزیره سوشما سوراج به د تاجکستان په دوشنبې کې د حکومتونو مشرانو په جوړیدونکې ۱۷می ناستې کې ګډون وکړي. یاده ناسته د شانګهای د همکاریو ادارې لخوا ددې میاشتې په ۱۱ او ۱۲مه نیټه ترسره کیږي. وروسته له هغې چې هند د ۲۰۱۷کال جون په میاشت کې د ایس سي او بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ دا د سي ایچ جي دویمه ناسته ده چې ترسره به شي. تیره غونډه د روسیې په سوچي کې ترسره شوې وه چې په هغې کې هم د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوراج ګډون کړی و. وروسته له هغې چې قزاقستان د یادې ادارې مشري په غاړه اخیستې دا لومړۍ لویه غونډه ده. دا ناسته به له هند سره د ایس سي او له هېوادونو سره په ملګرتیا کې د یوځای کیدو مرسته وکړي چې ټاکل شویو هېوادونو لکه افغانستان، بیلاروس، ایران او منګولیا څخه څارنه کوي.