د ایټالیا لومړی وزیر به د اکتوبر په ۳۰مه نیټه هند ته په سفر راشي

د ایټالیی لومړی وزیر پروفیسر جیوسپی کونتی به د روانی میاشیتی په ۳۰مه نیټه هند ته په سفر راشي. ښاغلی کونتی سره به یو پلاوی هم مل وی ترڅو د ۲۰۱۸ کال د هندوستان او ایټالیی د ټکنالوژی په ۲۴مه ناسته کی ګډون وکړی. دا به د لومړی وزیر کونتی لومړنی سفر وی وروسته له هغه چی په ۲۰۱۸ کال کی قدرت ته ورسیدو. نوموړی به په دی لیدنه کی د لومړی وزیر نریندرمودی سره دوې اړخیزې خبری اتری ولری. دواړه مشران به د ټکنالوژۍ د سرمشریزې ناستې په اړه هم خبری وکړی. ایټالیا د یادی ناستی یو ملګری هیواد دی. د تکنالوژی دا ناسته د ساینس او تکنالوژی څانګی له خواه په لاره اچول کیږی. په دی ناسته کی به په ۷ برخو د نوی کیدو وړ، د اطلاعاتو او اړیکو تکنالوژی، روغتیا، هوای ډګر، کلتوری میراث او زدکړو باندی تمرکز وشي. د یاد سفر یوه موخه هم د هند او ایټالیا ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړیدو ۷۰م کلیزه لمانځل دي.