نن سهار ګوپالپور ته نژدی اوډیسا کی طوفان رامنځته شوی

نن سهار ګوپالپور ته نژدی اوډیسا کی طوفان رامنځته شوی او د اوډیسا ډیری برخی د درنو ورښتنو شاهد وی. ګن شمیر ونی او د بریښنا ستنی طوفان له بیخه ایستلی او په ګوپالپور کی شتمنیو ته هم تاوان رسولی. تراوسه د هیڅ مرګ ژوبلې په اړه راپور ندی ورکړل شوی. ویل شوی چی یاد طوفان له اوډیسا ساحل څخه تیر شوی او دری لکه کسان خوندی ځایونو ته لیږدول شوی. مشر وزیر ناوین پتنایک د څانګړی مرستی کمشنری خونی ته ورغلی او لارښونو ته یی دوام ورکړی ترڅو د مړینې کچه صفر پاتی شي. په ورته وخت کې، د ناورین ملي غبرګون ځواک په اوډيسا کې ۱۴، په اندرا کې څلور او په لویدیځ بنګال کې درې ټیمونه د اړتیا وړ ژغورنې توکو سره سیمی ته استولی. د سویل په خواه روان ټول اورګاډی درول شوی او دبراهماپور او ګوپالپور ترمنځ سړک په ګڼو ځایونو کی پری شوی.