په افغانستان کې د طالبانو په یو برید کې ۲۰ عسکر وژل شوي

د افغانستان لودیځ ایالت فراه کې تیره شپه د افغان پولې ځواکونو یوې اډې باندې د طالبانو په یو برید کې لږ تر لږه ۲۰ افغان پولې عسکر وژل شوي. د پوځ یو ستر مامور وویل چې ۲۰ عسکر وژل شوی او ۲۰ نور بیدرکه شوي چې ورکې زیاتره د طالبانو لخوا نیول شوی. د نیمې شپې نښتې د دوو ساعتو څخه زیات دوام ولرلو کله چې باغیانو په اډه بانې چپاونه وکړه او رابطې یی وشلولی. طالبانو د برید لپاره مسولیت په غاړه اخیستۍ. په عین حال کې ناټو په طالبانو ټينګار کړۍ چې د هغوی افغان ملګرې وژل دی ودروی. د افغان ولسمشر اشرف غنې سره یو ګډ رسنیو کانفرانس ته وینا په کولو د ناټو عمومې سکرټر جینس سټالټینبرګ وویل چې طالبان دی دا خبره حس کړی چې جنګ هیڅ چا ته ګټه نه رسوی.