په سریلانکا کې دری نوی وزیرانو ته څوګند ورکړۍ شو

په سریلانکا کې پرون ماښام د یو نوی حکومت ثبات باندی شک او شعباتو ترمنځ دری نوی وزیرانو ته څوګند ورکړۍ شو د نوی لومړی وزیر ورور او پخوانۍ ویاند چمل راجاپکسی د هغه وزیرانو ترمنځ دی چې ولسمشر متری پالا سری سینا لخوا ورته څوګند ورکړۍ شو. په عین حال کې د پارلمان ویاند کارو جی سوریا وویل چې د یو باثباته حکومت په لړ کې د اکثریت رایو لپاره دی موقع برابر کړۍ شي. کله چې پارلمان راتلونکې چهار شنبې په ورځ غونډه وکړی. نوموړی وویل دا خبره د پارلمان اجنډې باندی د ګوند مشرانو سره بحث مباحثې څخه پس یوې غونډې کې وکړه. سره له دی د حکومت سرچینو ویلی چې اجلاس په لومړۍ ورځ په اکثریت باندی د رایو ځينې ضرورت نشته. د لومړۍ وزیر مهندرا راجاپکسی ترمشرۍ نوی حکومت اکثریت نه لری څنګه چې کوچنی ګوندونو د هغه د ملاتړ څخه انکار کړۍ. برطرفه کړۍ شوی لومړۍ وزیر رانیل ویکرمسنګې ویلی دی چې نوموړی په جرګه کې اکثریت لری او ژر تر ژره د پارلمان اجلاس رابللو غوښتنه یی کړی چې خپل اکثریت ثابت کړی.