د دیوالی جشن پرون په ټول هیواد کی ولمانځل شو

د دیوالی یعنی د روښنایی جشن پرون په ټول هیواد کی ولمانځل شو. دیوالی هغه جشن دی چی د نیکۍ بریا د بدو په مقابل کی بیانوی. د دی جشن په لمانځلو کی خلک خپل کورونه، مندرونه، او نور عامه ځایونه روښانه کوی او په همدی ورځ خلک د لکشمی د ښیګنو لپاره د هغی عبادت هم کوی. یاد جشن په تامیل نادو او کرناټکا کی پرون ولمانځل شو. خو لومړی وزیر نریندر مودی بیا دا جشن په اتراکهند چی یوه لری پرته پوله ده د پوځ او ایی ټی بی پی له ځوانانو سره ولمانځلو. له ځوانانو سره یی ستړی مشی وکړه او وویل چی په لری پرته سړه سیمه کی ستاسو شتون په دندو کی هیواد لا ځواکمنوی او د ۱۲۵کروړه هندیانو راتلونکی تضمینوی. لومړی وزیر وویل چی دیوالی هغه جشن دی چی روښنایی او ښیګڼی خپروی او ویره له منځه وړی. هغه وویل چی د ځوانانو ژمنی او ډیسپلین او د هغوی شتون هم د خلکو په منځ کی سوله او ثبات خپروی او ویره له منځه وړی. هغه سرتیرو ته خواږه ورکړل. او هغه په کیډرپوری کی د پرمختیایی پروژو لیدنه هم وکړه. له مختلفو ځایونو څخه د دیوالی د چشن د لمانځلو راپورونه رارسیدلی دی. په ډیلی کی هم خلکو خپل کورونه په چراغونو پوښلی او تیارانی روانی دی چی د ښیګنو د توان یادونه او د لکشمی عبادت وکړی. زمونږ خبریال خبر راکوی چی پوره تیارایانی نیول شوی دی ترڅو په دی فیستیوال کی کومه پیښه رامنځته نشي. ښاغلی مودی د اسرائیل لومړی وزیر نیتنیاهو څخه هم د دیوالی د مبارکی مننه وکړه. ښاغلی نیتنیاهو لومړی نریندر مودی او ټولو هندیانو ته د دیوالی د جشن مبارکی ویلی ده. لومړی وزیر نریندرمودی، ولسمشررامنات کوویند او مرستیال ولسمشر وینکیا نایدو هم خلکو ته د دیوالی د جشن مبارکی ویلی ده.