امریکا په ایران کې د چابهار بندر د پراختیا لپاره هندوستان له ځينې بندیزونو څخه مستثنی کړو

د امریکې متحده ایالاتو په ایران کې د چابهار بندر انکشاف او د افغانستان سره رابطې لپاره د ریلوی لاین جوړولو په اړه هند د ځينې بندیزونو څخه مستثنی کړۍ. د ټرمپ انتظامې دغه پریکړه د عمان په خلیج د بندر په انکشاف کې د هند لوی رول واشنګټن لخوا په رسمیت پیژندل شوی پروژې په حیث پیژندل کیږی چې د جنګ ځپلې افغانستان بیا جوړښت لپاره غټ ستراتیژیکې ارزښت لری. د امریکا بهرنیو چارو ویاند په واشنګټن کې پی ټي آي ته وویل چې د پړاخو څيړنو څخه پس د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د ځينې بندیزونو د پلې کولو څخه ډډه کړی. د امریکې متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ په ایران باندی ترټولو سخت بندیزونه لګولی په دغه بندیزونو کې د ایران بانکدارۍ او انرژۍ سکټرونه دایره کړۍ شوی.