امریکا خلکو ته د دیوالی مبارکی وویله

امریکا خلکو ته د دیوالی مبارکی وویله. د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل چی دا یو داسی فیستیوال دی چی په بدۍ باندی د نیکۍ بری لپاره لمانځل کیږی. د دیوالی په پیغام کې نوموړی دا هم وویل چې دا د ضمیر پاکونې او د عبادت وخت هم دی کله چې خلک خدماتو او بی غرضه چوپړتیاو ته وده ورکوی او په بدل کې د هیڅ ډالۍ یا د مالې مرستې توقع نه لری. سناتور جان کورنین څوک چې د هند د ثنا د کوکس مشر هم دی وویل چې دیوالې سره د هندوانو نوی جنتری پیل کیږی او په ګرده نړۍ کې په ملیونو خلک دا جنترې تعقیبوی چې ورکې په سونو زره هندی امریکایان په ټکساس کې ژوند کوی او د ړنا ګانو اختر دیوالې لمانځې.