د پیښور ستری محکمی له عمران خان څخه غوښتی چی محکمی ته حاضر شي

په پاکستان کی د پیښور ستری محکمی له لومړی وزیر عمران خان څخه غوښتی چی محکمی ته حاضر شي. په نومړی باندی تور لګیدلی چی هغه له یوی امریکایی سیتا وایت سره اړیکی درلولی. د محکمی له خواه د برابر شوي د قاضیان یو ټیم چی په کې قاضی اکرام الله خان او اشتیاق ابراهیم شامل دی عمران خان ته یی یو لیکلی غوښتنلیک لیږلۍ دی. چی دا لیک د پاکستان د تحریک انصاف د مشر د سیال نوماند انعام الله خان لخواه ثبت شوی دی. د غوښتنلیک لیکونکی ویلی چی عمران خان له سیتا یوه لور لری چی تایریان وایټ نومیږی. او د دی یادونه یی د نوماندی په پاڼو کی نده کړی او دا د اساسی قانون د ۶۲ تمی او ۶۳ می مادی سره په ټکر کی راځی.