هند او جنوبې کوریا خپلمنځې تهذیبې پیوستون تقویه کړو

لیکنه : د ډاکټر تتلې باسو

ژباړه : د پښتو څانګې

د جنوبې کوریا لومړۍ میرمن کیم جنګ سوک د هند د لومړی وزیر په بلنه هندوستان ته راغله. د هند او د جنوبې کوریا تاریخې، تهذیبې او کلتوری اړیکې په لمانځلو میرمن کیم جنګ سوک د ړناګانو اختر دیوالې څخه خوند واخیست او داسی د اترپردیش په ایودیا کې د ملکا سوری رتنا (هیو وانګ اوک) میموریل په وتلې لمانځنه کې یی ګډون وکړ. په خپل ۴۸م ګډ دور کې د ایودیا شهزادګۍ سوری رتنا د کوریا پادشاه کیم سورو سره واده کړۍ و. د جنوبې کوریا لومړۍ میرمن د لومړی وزیر مودی او د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سوراج په ګډون مشرانو سره خبرې اترې وکړی چې تاریخې او فرهنګې میراث تبصره کړې او دوه اړخیز تفاهم زیاتولو په موخه د دواړ هیوادونو خلکو ترمنځ تماسونه تشویق کړی.

هند او جنوبې کوریا ترمنځ تهذیبې، تاریخې او روحانې پیوستون ته وده ورکول د خصوصې ستراتیژیکې اړیکو یو مهم اړخ دی. هندوستان د سولې په هغه هڅو کې مهم رول لوبولۍ و کوم چې د کوریا جنګ څخه پس منځته راغلۍ. د هندوستان وتلې ډيپلومات کی پی ایس مینن د ملګرو ملتونو ۹ کسیزه کمیسون رئیس و چې په ۱۹۴۷میلادی کال کې تشکیل شوی و چې په کوریا کې ټاکنې ترسره کړی. برسیره پردی د کوریا جنګ په اوږدو کې برخه والو اړخونو د هند لخوا سپانسر شوی پریکړه لیک قبول کړو او ۱۹۵۳میلادی کال جولاۍ په ۲۷مه نیټه یی اوربند اعلان کړو. ددی نه علاوه د هند د پوځ پخوانې مشر جنرال کی ایس تیمیا د بیرته تلونکو بیطرفه ملې کمیسون رئیس و او له جنګ څخه پس بشرې ستونزې په هوارولو کې یی مثبت رول ترسره کړۍ و.

نن د جنوبې کوریا نوی جنوبې تګلاره او د هند د ختیځ عملې پالیسی د جمهوریت، د آزاد بازار اقتصاد او د قانون واکمنۍ په نړیوال ارزښتونو جوړ کړۍ شوي. د دی څخه مخکې د ۲۰۱۸میلادی کال جولاۍ میاشت کې کله چې د جنوبې کوریا ولسمشر مونجای این هند ته په دولتې سفر راغلۍ و نو دواړو هیوادونو خلکو لپاره د راتلونکې دور په اړه انډيوالتوب، هوسائې او د سولې وکالت کړۍ و. جنوبې کوریا د لومړی وزیر مودی د ختیځ عملې تګلاره کې یو مهم انکشافې انډيوال دی.

د هند د ودې استعداد او هنرې لشکرو او د جنوبې کوریا تخنیکې مهارت، تولیدونکۍ مهارت او پرمختیائې تفاهم ترمنځ اقتصادې یوالۍ او فرصتونه دواړه هیوادونه ددی وړ جوړوی چې د دوه اړخیز اقتصادې ودی اهدافو سره انډيوالان شي. په هند کې د زیربنائې بازار استعداد په پرګوته کولو دواړه اړخونه د کوریا اقتصادې پرمختیا د مرستې صندوق او د صادراتو کرډيټ د لیارې ممکنې پروژې رالټوې. جنوبې کوریا میک این انډيا، سکیل انډيا، ډيجیټل انډيا، سټارټ اپ انډيا او سمارټ ښارونو په ګډون د هند په وتلې ابتکارونو کې یو مهم انډيوال دی. دغه خصوصې ستراتیژیکې انډيوالتوب ژوروالی ته نور زیاتوالۍ په بخښلو هند او جنوبې کوریا پوځې راکړی ورکړې، روزنې، ددفاع صنعتې مرستې او پلټنې او انکشاف په ګډون دفاع او امنیتې ساحو کې مرستې ته وده ورکړې چې محاصرو تکنالوژیو سره غوټه ده. د جنوبې کوریا دفاعې صنعت استعداد کارول هند لپاره ډير مهمه ده ځکه چې د جنوبې کوریا صلاحیت په کمه بیعه، تقویه تولیداتې څانګو او په لوړه تکنالوژۍ اساس لری. په دی ارتباط ۲۰۱۷میلادی کال کې هند او جنوبې کوریا بیړۍ جوړونې په ډګر کې د دفاعې صنایعو مرستې لپاره دواړو حکومتونو ترمنځ د تفاهم یو یاداشت لیک لاسلیک کړۍ و. خصوصې ستراتیژیکې انډيوالتوب ښودلو په موخه دواړو هیوادونو د دفاع په ساحه کې بیړۍ وانیو ترمنځ مرسته تشویق کړله.

لومړی وزیر مودی ته د سیول د سولې جایزه ورکړۍ شوه چې موخه یی د هند اقتصادی وده چې (مودینومیکس) نومیږی ته پرمختیاورکول دی او بله غنې او نادارو ترمنځ ټولنیز او اقتصادی فرق او توپیر یی کم کړۍ. د هند او جنوبې کوریا ترمنځ اړیکې ۱۹۷۳میلادی کال راهیسی ډيری غوړیدلی کله چې دوه اړخیزې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړۍ شوي. د هند او د جنوبې کوریا خصوصې ستراتیژیکې انډيوالتوب ژور اقتصادی مرستې او تقویه امنیتې همکارۍ د لیارې هند او بحرالکائیل کې امنیت او ثبات ته خپله مرسته برابروی.