په افغانستان کې د امریکا لخوا شوي هوایي برید کې د طالبانو لوړپوړی چارواکی وژل شوی

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو لخوا په ترسره شوي هوایي برید کې د طالبانو لوړپوړی چارواکی وژل شوی . یوه دولتي ویاند ویلي چې په سویلي ولایت هلمند کې د طالبانو والي عبدالمنان تیرماښام د هغو ژورو ټپونو له امله مړ شوی چې د هوایي برید په ترڅ کې ټپي شوی وو. د عبدالمنان مړینه طالبانو هم تایید کړې او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې دا د دوی لپاره یوه لویه ضایعه ده خو د دوی په جنګیالیو او جنګي بریدونو به هیڅ کوم اغیز وا نه چوي. عبدالمنان په دې وروستي کلونو کې د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې چې د افیونو نه ډک ولایت دی د وسلوالو مخالفینو د ډلې مشري پر غاړه لرله. د هغه نوم د آکتوبر په نیمایي کې په ریاض کې میشت د ترهګریزو ډلو د مالي ملاتړ کوونکې ډلې سره یوځای په تور لیست کې شامل شوی وو. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي دي چې عبدالمنان د وسلوالو مخالفینو یو لوی قوماندان وو او د ده وژل کیدلو طالبانو ته لوی زیان اړولی دی.