ترکې د خاشقجی قتل په ترڅ کې د سعودی چارواکو پرضد د ګرفتارۍ وارنت خپور کړۍ

په ترکیه کی د ژورنالیست جمال خاشقجی قتل په لړ کی د سعودی عرب پخوانۍ استخباراتو مرستیال مشر او د ولیعهد محمد ملګرۍ ګرفتارولو لپاره محکمی ته یو خواست وړاندی شوی. د استانبول د دولت مشر وکیل د جنرال احمد انصاری او سعودالقهتانی پرضد په محکمه کی یو خواست داخل کړۍ محلی رسنیو په حواکه یو رسمی بیان کی ویل شوي چی داسی شک او شعبات موجود دی چی انصاری او قهتانی د جمال خاشقجی وژنی دسیسه جوړونکو ترمنځ و. رایټر خبرې اجانس د ترکې یو ستر مامور په حواله ویلی چی دغه ګام څرګندوی چی سعودی مقامات به د دواړو سعودی تابعینو پرضد رسمی عملیات پورته نکړی.