آر بی آي د پالیسۍ ټولی مهمی شرحی بیله بدلون اعلانی کړی

د هند رزرو بانک یا آر بی آي پنځم دوه میاشتنۍ مالی تګلاره کې ټولی مهمی شرحی پرځای پاته کړی چی چهارشنبې په ماسپښین یی اعلان شوی و. ددی څخه پس د ریپو شرحه په ۶٬۵سلنه نابدله کیښودۍ شوی کله چی د ریپو راګرځونکې شرحه ۶٬۲۵ سلنه ایښودل شوی.

ریپو شرحه هغه شرحه ده د کوم د لیارې چی آر بی آي بانکونو ته د حکومت سهمونو پرضد پورونه ورکوی. د ریپو راګرځونکی شرحه هغه شرحه ده د کوم د لیارې چی آر بی آي د بانګونو څخه پورونه اخلی.

د مالی تګلاری شپږ کسیزه کمیتی چی مشری یی د آر بی آي والی اورجیت پټیل په غاړه ده په اتفاقی رای یی د پالیسۍ په شرحو اوسنۍ حالت پرځای کیښود. اکتوبر میاشت کی اعلان شوی تیره پالیسۍ کې آر بی آي ټولی شرحی بیله بدلون پرځای اعلان کړی. آر بی آي د خوراکی شیانو انفلاسون په شرحه کی نرموالی په اساس د انفلاسون د وړاندوینی شرحه کمه کړه او دا وړاندوینه یی هم کړی چی د خام تیلو نړیوال نرخونه به کم شي. ددی په سمون انفلاسون به د روان مالی کال په دویمه نیمائې کی ۲٬۷ سلنی څخه ۳٬۲سلنه وی.

بل کال د عادی پشه کال وړاندوینه په کولو آر بی آي وویل چی د بل مالی کال په لومړی نیمائې کی به د انفلاسون شرحه ۳٬۸سلنی څخه ۴٬۲ سلنه وی.