هند د ګمرک مالې په معاملو کې پیرو سره یو تړون لاسلیک کړ

هندوستان د ګمرک مالې په معاملو کې د همکارۍ او باهمی مرستی لپاره د پیرو سره یوه لوزنامه لاسلیک کړی. دغه لوزنامه د دواړو هیوادونو ګمرک مقاماتو ترمنځ د اطلاعاتو او د استخباراتو ویش لپاره یو قانونی چوکاټ برابروی. دا لوزنامه به د ګمرک قوانینو صحیح استعمال او د ګمرک جرایمو مخنیوی او تحقیقاتو کی هم کمک وکړی. د مالې وزارت په یوی اعلامیه کی وویل ښائې چی چی په نوی ډيلی کی لاسلیک شوی لوزنامه به په تجارت کی آسانتیا برابره کړی.