لومړۍ وزیرمودی آي ایس آر او ته په کامیابۍ سره د جی سیټ ۱۱ توغونی لپاره مبارکی ورکړه

لومړۍ وزیر نریندر مودی د هند خلائې پلټنی سازمان یعنی آي ایس آر او ته په کامیابۍ سره د جی سیټ ۱۱ توغونی لپاره مبارکی ورکړه. دغه مصنوعی سپوږمکۍ د هند خلائې مخابراتو ترټولو درنده غټ او عصری مخابراتو سپوږمکۍ ده. جی سیټ ۱۱ پرون سهار وختی د فریج ګیانا د آرین خلائې راکټ د لیارې په بریالیتوب سره وتوغول شوه. دا د څلورو مصنوعی سپوږمکیو په لړۍ کې دریمه ده. کوم چی به په یوه دقیقه کی څه لپاسه ۱۰۰ ګیګا بایټ د هیواد براډبنډ ته رابطه برابر کړی.