د امریکې پخوانۍ ولسمشر جارج ایچ ډبلیو بوش ومړ

د امریکې متحده ایالاتو پخوانۍ ولسمشر جارج ایچ ډبلیو بوش اخری رسوماتو کی ګډون لپاره د نړۍ مشران امریکې ته رسیدل شروع شوی. نوموړی په هوسټن کی په خپل کور کی د ۹۴کالو په عمر کی د دی فانی دنیا څخه سترګې پټې کړی. د بوش آخری مراسم به د دولتی اعزاز سره د سپینی ماڼۍ څخه فقط دری میله په فاصله د واشنګټن ملی کلیسا کی ترسره کړۍ شي. د برطانې شهزاده چارلیس، د المان چانسلره انجیلا مارکیل، د اردن پاچا عبدالله دویم او ملکه رانیا او د پولند پخوانۍ ولسمشر لیچ اووالیسا به د فقید ولسمشر په آخری رسوماتو کې برخه واخلی. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۴۱م ولسمشر په درناوی کی نن د ملی ویر ورځ اعلان کړی.