آلمان د نارینو هاکۍ جام لوبې کوارټر فاینل ته نژدی شو

دوه ځله قهرمان پاتی شوی آلمان د پول ډي په دویمه لوبه کی د سپینو زرو میډال ګټونکۍ ندرلیند په ۱-۴ له لوبی بهر کړو او پرون په بهوبنیشور کی روانی د نارینو هاکۍ جام په لوبه کې مستقیم کوارټر فاینل ته رسیدو ته نژدی شوی. په دویمه لوبه کی پاکستان او مالیزیا په یو-یو ګول بی طرفه پاتی شول. ددی سره پاکستان پرله پسی په دریم پوزیشن پرځای پاتی شوی او مالیزیا په څلورم نمبر دی. د ای پول په لوبو کې نن هسپانیا به ماښام پنځه بجی نیوزیلند سره لوبه کوی او بیا ۷بجی به ارجنټينا له فرانسی سره خپله مقابله کوی.