په لوړه کچه د روسی، هند او د چین فارمټ د جی ۲۰م په ستره غونډه کی فعاله شو

لیکنه : د ډاکټر اندرانی تعلقدار

ژباړه : د پښتو څانګی

د ۱۲کالو وقفی څخه پس روسیه او چین په بیونس ایریس کی د جی۲۰م سرمشریزې غونډي په څنګ کی غونډه وکړه. دا غونډه د روسې ولسمشر ولادمیر پوتین په ابتکار ترسره شوه.

د هند لومړی وزیر نریندر مودی د چین ولسمشر شي جینپنګ او ولسمشر پوتین په راز راز دری ډګرونو پراخ واټنه څيړنی وکړی په کوم چی دا دری هیوادونه مرسته کولاۍ شي. لومړی وزیر مودی دا یوه وتلی غونډه وبلله او باور یی وکړ چی دا به دری هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې ځواکمنی کړی او نړیوالې سولی ته به وده وکړې. نوموړۍ هم په دی نظر کې و چی د هغوی مرسته به نړیوال فورمونه ځواکمن کړی او هغوی ترمنځ لیدنی به وهڅوی.

هغوی ددغه فورمونو په اهمیت هم هوکړه وکړه او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ اړخیز سازمانونه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ډبلیو ټي او) او د آسیا انکشافی بانک په څير سازمانونه تقویه ګرځولو ته یی غاړه کیښوده. دری واړه مشرانو باور وکړو چی دغه ګڼ اړخیز سازمانونو نړۍ ته ګټه رسولی. هغوی د ګڼ اړخیز سوداګریز سیستم ګټې او اهمیت پرګوته کړو او نړیوالې ودی او خوشحالۍ لپاره یی نړیوال اقتصادیات پرانستل.

نړیوال او سیمه ایز سولی او ثبات ته وده ورکولو او برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبې افریقا یا بریکس، د شینګائې همکارۍ سازمان (ایس سی او) او د ختیځ اسیا سرمشریزې غونډې یا د اي ای ایس په څير ګڼ اړخیز سازمانونو د لیارې مرسته تقویه ګرځولو لپاره دری واړه مشرانو مرسته ځواکمنولو په موخه ګډې مشوری د کولو هوکړه وکړه. هغوی باور وکړو چی دغه میکانیزم به ترهګری او د اقلیم بدلون په څير نړیوالې ننګونی د هوارولو مرسته وکړی او ټول اختلافات په سوله د حل کولو سره سره په افاتو کې د ژغورنی، د بشری مرستی او داسی نورو کی به هم مرسته وکړې. د هند لومړی وزیر د پائیدونکی پرمختیا اهدافو په بریالیتوب جدی اندیښنه څرګنده کړه.

له لودیځ او په تیره امریکا او د ده اتحادی هیوادونو څخه هر ډوله شک او شعبات له منځه وړلو لپاره دری هیوادونو وویل چی د هغوی یو موټي کیدل د ځينی دریمګړی هیواد پرضد نه دی بلکی د نړۍ په ګټه تمامیږی. د آر آي سی یا د هند روسی او د چین ګډه غونډه د هرکلۍ وړ یو ګام دی.

دری مشران حسوی چی د هغوی د هیوادونو دغه ځانګړۍ صلاحیت به په نړیواله کچه ثبات د راوستلو هڅه وکړی. هغوی باور کوی چی هغوی نړیواله اقتصادی اداره منځته راوړۍ شي کوم چی به په خپل وار نړیوال سیستم لپاره ګټور ثابت شي.

د آر آي سی فارمیټ ګڼو وجوهاتو له امله د یو لړ هیوادونو یا حکومتونو د مشرانو ترمنځ فعاله نه و. که څه هم د بهرنیو چارو وزیرانو به پرله پسی غونډې کولی. تیره غونډه یی د ۲۰۱۸میلادی کال جون میاشت کې ترسره شوی وه.

آر آي سی یا هند، روسیه او چین، دری هیوادونو لپاره یو مهم فارمټ دی چی نړیوال اقتصادیاتو په ګډون په نړۍ به خپله اغیزه وکړی چی دا وخت بی ثبات وضعیت څخه تیریږی. دری واړه مشرانو په آر آي سی فارمټ کی د مرستی فارمټ ومنلو او په ګڼ اړخیزو سرمشریزو غونډو کې دغه راز دری اړخیزی غونډی د جوړولو هوکړه یی وکړه. هغوی همکاری زیاتولو، همغږی جوړولو او دری اړخیزه مرسته ځواکمنولو ته غاړه کیښوده چی په ګډه نړیوالی سولی، ثبات او پرمختیا ته خپله مرسته وغزوی.

د جی ۲۰می غونډې په اوږدو کی د آر آي سی ډلی یو ځای کیدل یو اړخیزتوب، بیله د ملګرو ملتونو پلی کیدونکی بندیزونو، یو موټي شوی ډلو او تحفظ خوښونی پرضد ده. دری واړه مشرانو د ګڼ اړخیزې جزبې ملاتړ وکړ او نړیوال قانون، سازمانونو او اصولو په اساس د امر ملاتړ یی وکړ.

لومړی وزیر نریندرمودی د هند په موقف او نظر ټينګار کولو سره وویل چی هندوستان به پرله پسی په ګډو ارزښتونو، په یو موټی ډول کار وکړی او دری هیوادونو جاپان، امریکا او هند لپاره یی د (جی) نوی شعار پورته کړو.

په چټکه بدلیدونکی ځمکنی سیاسی او ځمکنی اقتصادی وضعیت په نظر کی دا به هند لپاره ښه وی چی په هوښیارۍ دری غټو سترو قدرتونو ترمنځ توازن وساتی.