دکریکت دسیالیو دلړی په دریمه سیالۍ کښي هند استرالیا ته ماتی ورکړه

استرالیا او هند ترمنځ په ملیبورن دکریکت دسیالیو په ۵ ورځ او د آزمویني په دریمه سیالی کښي استرالیا په دوهمه ورځ ۲۴۳ منډی جوړي کړي او هند بیا د ۳۹۹ منډو جوړلو سره دغه سیالی په دوهمه ورځ باندي ځان ته خپله کړله. ددغو څلور ورځنیو سیالو په ترڅ کښی دواړه لوري د ۱-۱ په مقابل کښی مساوي پاتي شوي دي. هند اوله سیالی ۳۱ منډو په توپیر سره ګټلی وه. خو دوهمه سیالی بیا استرالیا د ۱۴۶ مڼدو جوړولو سره ګټلی وه.