هند استرالیا ته په دریمه ټیسټ لوبه کې په ۱۳۷ منډو ماتې ورکړه

هند استرالیا ته په دریمه ټیسټ لوبه کې چې په میلبارني کې ترسره شوه په ۱۳۷ منډو ماتې ورکړه او د څلورو لوبو له سریز څخه یې دوه لوبې وګټلې. د ۳۹۹هدف پوره کلو سره د استرالیا لوبډلې ټول لوبغاړي د ۲۶۱منډو کولو سره وسوځیدل. ددې لوبې غوره لوبغاړی جسپریت بومرا راغی او د هند دا ۱۵۰م ټیسټ لوبه وه چې ویې ګټله. په تیرو ۳۷ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې هند د میلبارني کرکټ لوبغالي کې لوبه ګټي. د روان سریز اخري یا څلورمه لوبه به د جنوري د میاشتې په دریمه نیټه په سیډني ښار کې ترسره شي.