د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کښي لږ ترلږه ۱۲ کسان د طالبانو له لوری تښتول شوي

د افغانستان په لویدیځ ولایت فراه کښي لږ ترلږه ۱۲ کسان د طالبانو له لوری تښتول شوي دي. ځایی رسنی تیره ورځ ویلی دي چي د تښتول شویو څخه یي تردی مهاله دوه کسان وژلی. د ولایتي شورا یو غړی ویلی دي چي دغه پیښه تیره ورځ په داسي وخت کښي ترسره شوه چي دغه کسانو غوښتل چی د فراه مرکز ته سفر وکړي. طالبانو ددغي پیښه په باره کښی تردی مهاله پوري معلومات نه دی ورکړی.