میری کوم د ای آي بی ای په نوملړ کې لومړۍ مقام خپل کړ

ایم سی میری کوم د سوک وهنی نړیوال اسوسیشن په اوسنۍ نړیوالو کچو کې لومړۍ مقام ترلاسه کړۍ. نوموړی د نړیوالې اتلولۍ په تاریخ کې تر ټولو بریالی سوک وهونکی جوړه شوه کله چې هغی تیر کال نومبر میاشت کې ډیلی دننه د ۴۸ کیلو ګرامو په ډله کې ستر مقام د ترلاسه کولو دعوا وکړه. د سوک وهنی نړیوال اسوسیشن لخوا خپور شوی نوی سویو کې میری کوم ۱۷۰۰ټکو سره نوملړ کې تر ټولو لوړ ځای ترلاسه کړۍ. نوموړی ته به د ۲۰۲۰م اولمپیائې لوبو لپاره خپل خوب په تعقیبولو ۵۱کیلو ګرامو ډلی ته دانګل وی ځکه چې د ۴۸کیلو ګرامو ډله په دغه لوبو کې ځای نه لری. تیر کال نوموړی د کامن ویلت او د پولنډ په اتلولۍ کې د سرو زرو میډالونه ترلاسه کړی و. نوموړی د بلغاریا سټرینډجا باوقار میموریل کې هم د سپینو زرو میډال ګټلۍ و. د اسیا سپینو زرو میډال ګټونکی منیشا مون د ۵۴کیلو ګرامو په ډله کې په ۸م مقام ایښودل شوی. د ۵۷کیلو ګرامو په ډله کې د نړۍ سپینو زرو میډال ګټونکی پخوانۍ لوبغاړی سونیا لاتهر په دویم مقام ایښودل شوی. د برونزو میډال ګټونکی نړیوال لوبغاړۍ سمرن جیت کور د ۶۴ کیلو ګرامو په ډله کې څلورم مقام ترلاسه کړۍ. د برونزو میډال ګټونکی نړیوال لوبغاړی لولینا بورګوهاین د ۶۹کیلو ګرامو په ډله کې پنځم مقام خپل کړ. د نارینو نوملړ لا نه دی خپور کړۍ شوی.