ټرمپ د دیوال په پلان ټینګار کولو لپاره د امریکا-مکسیکو پولی څخه لیدنه وکړه

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د ټکساس مکلین ته ورسید چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ د پولی متنازعه دیوال جوړولو لپاره په خپله غوښتنه ټينګار وکړی. ولسمشر د حکومت لخوا غزول شوی بند ترمنځ لومړی ځل لپاره د امریکا او د مکسیکو د پولی څخه لیدنه کوی کله چې په دی هکله هیڅ تړون په نظر نه راځي. ښاغلی ټرمپ وویل چې مکسیکو سره په پوله نور زیات خنډونه په کار دی چی غیر قانونی مهاجرو لخوا کیدونکې جرایمو څخه امریکا وژغورل شي. د مخالفی ګوند ډيموکراټان دیوال جوړولو لپاره د ۵٬۷ ملیارده امریکائې ډالرو بودیجه منظورولو څخه انکار کوی او وایی چې په لوی شمیر راتلونکې غیر قانونی کډوالو هیڅ په جدی جرایمو لاس نه دی پوری کړی او ښاغلی ټرمپ دغه پروژی ته وده ورکوی چې خپل ښې لاسی اساس په ترڅ کې خپله تنده ماته کړی. دغه کشالی په پایله حکومت په نیمائې ډول بند پاته دی او ددی سره د فډرال حکومت په سونو زره کارکونکې له معاش څخه بی برخی دی. ټکساس ته په رسیدو ولسمشر ټرمپ ټویټ په واسطه وویل چې هغه به د سویټزلینډ په داوس کې د نړیوال اقتصادی فورم کلنۍ غونډه کې برخه وانخلی که چیری په نیمائې ډول د حکومت دغه بند دوام وکړ.