د بهرنیو چارو وزیری د خپل نیپالی سیال سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزیری سوشما سوراج په نوی ډيلی کې پنجشنبې په ورځ د خپل نیپال سیال پردیب کمار ګیاوالی سره لیدنه وکړه. هغوی په متنوع ډګرونو کې چې کرهنه، ریلوائې او د اوبو لاری ورکې شاملی دی، دوه اړخیز اړیکو کې د اوسنۍ تحولاتو کتنه وکړه. دواړو مشرانو د همکارۍ په بیلابیلو ډګرونو کې په اوسنۍ وده قناعت څرګند کړو څنګه چې په دغه وروسته میاشتو کې په ټولو کچو دوه اړخیزه راکړه ورکړه زیاته شوی. هغوی دواړو هیوادونو ترمنځ نوی حرکت او په عنعنوی ډول ټينګ او دوستانه اړیکې د ځواکمنولو هوډ هم تکرار کړو.