بی جی پی د ۲۰۱۹م ټاکنو څخه پس هم د ایتلافی حکومت په حق کې خبره کړی

بهارتی جنتا ګوند به ایتلافی حکومت په حق کی وی خوا که د ولسی جرګې یا د لوک سبا به ټاکنو کې په خپل وس سوچه اکثریت ترلاسه کړی. دا خبره لومړی وزیر نریندر مودی هغه وخت وکړه کله چې پنجشنبې په ورځ ویډيو کانفرانسینګ د لیارې د تامل ناډو د ګوند کارکونکو سره یی خبرې اتری کولی. ایتلاف په ترڅ کې د پوښتنو ځواب په ورکولو ښاغلی مودی وویل چې تقویه این ډي ای یا ملی جمهوری ایتلاف بی جی پی لپاره د عقیدی یوه موضوع ده. نوموړی وویل چې پخوانی لومړی وزیر اټل بیهاری واجپایی د سیمه ایز ګوندونو سره یو ایتلافی حکومت په بریالی ډول چالان ساتلو د لیاری د هند په سیاستونو کې نوی کلتور معرفی کړۍ و او سیمه ایز ارزوګانو لپاره یی غږ پورته کړۍ و. نوموړی وویل چې بی جی پی به د فقید واچپائې لاره تعقیبه کړی چې مرکز او ایالاتونه د ملت ودی لپاره په ګډه کار وکړۍ شي. دفاع په ترڅ کې لومړی وزیر نریندر مودی وویل چې د یو پی ای تیر حکومت په دوران کې د وسلوال ځواکونو اړتیاوی پوره کولو په وخت منځنی غړو مهم رول لوبولۍ و. نوموړی په کانګرس تور پوری کړ چې د هند هوائې ځواک استعداد ته یی زیاتوالۍ نه و ورکړۍ.