د وړو دندو د ملاتړ په موخه حکومت د جي ایس ټي د معافیت اندازه دوه برابره کړه

د وړو کاروبارونو د ملاتړ په موخه حکومت د جي ایس ټي د معافیت اندازه دوه برابره کړه. په نوي ډیلي کې د جي ایس ټي د کمیسون له جوړیدو وروسته د مالیې وزیر آرون جیټلي رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د جي ایس ټي کمیسون د مالیې د معافیت اندازه په شمال شرقي ایالتونو کې ۲۰ لکه روپیو او په ټول هېواد کې بیا ۴۰ لکه روپیو ته لوړه کړه. هغه وویل چې د جي ایس ټي د ترکیت بندۍ سکیم محدوده، چې ترچتر لاندې یې واړه سوداګر او کاروبار کوونکي له پانګې سره سم مکلف دي چې مالیه ورکړي د هغې پانګې ارزښت مو له یو کروړ روپیو څخه ۱٫۵ کروړه روپیو ته لوړ کړ. د مالیې وزیر پر وینا له دې پریکړې سره به واړه، منځني او لوی کاروبار لرونکي سوداګرو ته خورا هوساینه برابره شي، هغه زیاته کړه چې دغه خلک به د کال په هرې ربعې کې مالیه ورکوي مګر ریټرن به یې په کال کې یو وار ډکیږي. ښاغلي جیټلي وویل چې دغه کمیسون چمتو دی ترڅو د جي ایس ټي مالیې د بیو کچې څخه هم لیدنه وکړي.