میرمن سوراج به ازبکستان ته په دوه ورځني سفر لاړه شي

د بهرنیو چارو وزیره میرمن سوراج به ازبکستان هېواد ته په دوه ورځني سفر ولاړه شي چې له سبا پیل کیږي. میرمن سوراج به په سمرقند کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامیلوف سره یوځای د هند او مرکزي آسیا د لومړني ډیالوګ ګډه مشري وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د ځانګړي رابلل شوي میلمه په توګه په هغه برخه کې ګډون وکړي چې په سیمه کې د نښلوونکو موضوعاتو لپاره ځانګړې شوې. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر به هم په دغه ډیالوګ کې برخه واخلي. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ګډو فرهنګي اړیکو او ګډ تاریخ په لرلو سره هند د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره په مهمو برخو کې د خبرو اترو او په لویه کچه د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه دغه ډیالوګ ترسره کوي. دغه خبرې اترې به په مرکزي آسیا کې د کاري برخې د پرمختګ په موخه په سیمه کې د اقتصادي ثبات د رامنځته کولو لپاره د هند اقتصادي ونډې اخیستلو کې مرسته وکړي.