جیریمي کوربین د بریګزیټ په پار د کشالی لمنځه وړلو په موخه په عمومي ټاکنو ټینګار کړی

د برتانیې د مهم اپوزیسیون ګوند مشر جیریمي کوربین په پارلمان کې د بریګزیټ په پار د رامنځته شوي د کشالی لمنځه وړلو په موخه د عمومي ټاکنو پر دایرولو ټینګار کړی. د شمالي انګلینډ په ویکفیلډ کې د خبرو پرمهال ښاغلي کوربین وویل چې که چیرې دوی په واک کې راغلل نو له برسلز سره به هوکړه لیک بدل کړي. هغه وویل چې که چیرې حکومت تر ټولو اړین قانون نشي پاس کولی نو باید ټاکنې ترمخه ترسره شي. اروپایي ټولنې د هوکړه لیک بدلول رد کړي دي. د مزدورانو ګوند مشر ویلي چې که چیرې د بریګزیټ معاملې هوکړه لیک په هکله راتلونکې اونۍ په پارلمان کې بحث وشي نو د پارلمان لخوا به د تایید رایې ترلاسه نکړي. دا هغه هوکړه لیک دی چې لومړی وزیر ټیریسا به یې د اروپایي اتحادیې له رهبرانو سره لاسلیک کړي. که چیرې حکومت د باور رایې ترلاسه نکړي نو بیا ۱۵ورځې وخت ټاکل کیږي چې په پایله کې به یې ګوندونه په پارلمان کې د کار پرمخ وړلو په موخه د بدیل په هکله فکر کوي او عمومي ټاکنې به ترسره شي.