د پاکستان سترې محکمې د نوازشریف العزیزیه وسپنې فابریکې د دوسیې تورونو په هکله د جنورۍ ۲۱مه نیټه وټاکله

د پاکستان سترې محکمې د جنورۍ میاشتې ۲۱مه نیټه ټاکلې ترڅو د هغه غوښتنلیک په هکله غور وکړي چې پر بند محکوم د پخواني لومړي وزیر نوازشریف لخوا د العزیزیه وسپنې فابریکې د دوسیې د تورونو په هکله ترسره شوې وه. د اسلام آباد سترې محکمې د دوو غړو یو دسته هم ټاکلې ترڅو ددې غوښتنلیک په هکله غور وکړي چې قاضي عامر فاروق او محسن اختر کیاني هم پکې شامل دي. د تیرکال دسمبر میاشتې په ۲۴نیټه د احتساب یو عدالت نوازشریف د العزیزیه فساد په دوسیه کې په اووه کاله بند، ۱٫۵ بیلیونه پاکستانۍ روپۍ او ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو سزا محکوم کړی وو. درې وارې د پاکستان پاتې شوی لومړی وزیر اوس مهال د لاهور کوټ په لاکپت زندان کې ورځې شپې تیروي.