د آسیایي کنفیدراسیون فوټبال جام: هند د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د ۰-۲ په توپير سره ماتې وخوړه

په ابوظبي کې د آسیایي کنفیدراسیون فوټبال جام په ګروپي سیالیو کې هند د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د ۰-۲ په توپير سره ماتې وخوړه. د اماراتو لخوا خلفان مبارک او علي مابخوت ګول وهونکي لوبغاړي وو. هند په دواړو نیمه وختونو کې خورا مثبت پیل وکړو او ګڼشمیر چانسونه یې هم لاسته راغلي وو مګر پای یې بدقسمتۍ سره په ګټه تمام نشو. له یوې بریا او یو مساوي لوبې سره عربي متحده امارات اوس د اې ګروپ په سر کې دی چې څلور لوبډلې پکې شاملې دي او څلور نمرې لري. هند چې خپله لومړۍ لوبه یې د ۴-۰ په توپیر سره له تایلینډ نه ګټلې وه اوس درې نمرې لري. هند به خپله دریمه او د ګروپ وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ له بحرین سره ترسره کړي. دوی باید دغه لوبه حتمآ وګټي ترڅو په ډاډمنه توګه د ناک آوټ مرحلې ته ځان ورسوي.