د رای سینا څلورم دور ډیالوګ

لیکنه: د رنجیت کمار

ژباړه: د پښتو څانګه

د رای سینا څلورم دور ډیالوګ په نوي ډيلي کې پیل شو چې د نړۍ ګڼ شمیر مخکښو پالیسۍ جوړوونکو، پوهانو او د سټراټيژۍ پوهانو سره سره د هند لومړي وزیر نریندرمودي او د ناروې لومړۍ وزیرې میرمن ایرنا سولبرګ هم په پرانستونکو مراسمو کې ګډون کړی وو چې د راتلونکو دوو ورځو لپاره یې د خبرو لړۍ پرانستله. د رای سینا ډیالوګ اوس د هندوستان د ملي کلني پروګرام په توګه لمانځل کیږي چې د هند د مبصرو د پلټنی فاونډيشن د مخکښو پوهانو په ګډو هڅو د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا هر کال جوړیږي.

د ناروې لومړۍ وزیرې د خپلې وینا په ترڅ کې په دې ټینګار وکړو چې (څوک چې قدرت لری هغه پرحق دی) په څير اصول د بحرونو د مدیریت د بنسټونو په توګه نشي کاریدلی او نه هم دغه شان نور کوم څه. د هند دبهرنیو چارو وزیری میرمن سوشما سوراج د خپلې وینا په کلیدي ټکو کې وویل چې هند د ډیموکراټیکو او معیارونو باندې برابر نړیوال نظم ته مټې رانغاړلې دي چې په هغې کې به ټول هیوادونه په مساوي توګه پرمخ ځي. دا خبرې د چین په سویلي بحر کې د هغه هیواد د مخ پر زیاتیدونکو فعالیتونو پر لور غیر مستقیمه اشاره ګڼل کیږي. دا موضوع د مخکنۍ ناستې د خبرو اترو پرمهال تر پوښښ لاندې نیول شوې وه.

له ۹۲هیوادونو څخه له ۲۰۰۰ تنو څخه زیات ګډون وال چې ۶۰۰ استاذي او ویاندویان هم پکې شامل دي، د رای سینا ډیالوګ د سږکال په دې غونډه کې ګډون کوي چې موضوع یې “،، د نړۍ بیا تنظیمول،، په نوې هندسي بڼه، دخوندیتوب شریکانو اوناڅرګندو پایلو” څخه عبارت ده. د او آر ایف مشر سنجی جوشي پر وینا چې دغه درې ورځنی روښانوونکې ډیالوګ په ترڅ کې د یوې داسې نړۍ د رامنځته کولو په موخه زمینه برابرولو کې مرسته وکړه چې په سوله کې به رانغاړلې وي.

نړیوال رهبران لکه د برتانیې پخوانی لومړی وزیر ټوني بلییر، د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر پاولو جینټیلوني، د کاناډا پخوانی لومړی وزیر سټیفن هارپر، د سویډن پخوانی لومړی وزیر کارل بیلډ او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ایران، آسټرالیا، هسپانیې، منګولیا او د نیپال د بهرنیو چارو وزیرانو هم ددغه درې ورځني کنفرانس په بهیر کې وینا وکړه.

په لوړه کچه د رهبرانو ګډون دا ثابته کړه چې د رای سینا ډیالوګ د سنګاپور هیواد د کلنیو شانګریلا ډیالوګ نه وروسته د آسیا په کچه یو بل مخ پر ودې او معتبره ډیالوګ دي چیرته چې د لوړې کچې پالیسي جوړوونکي یې یو داسې مرکز ګڼي چیرته چې دوی کولۍ شي پکې ګډون وکړي او د خپلو حکومتونو ملي پالیسیانې اعلان کړي. د تیرکال شانګریلا ډیالوګ پرمهال د هند لومړی وزیر نریندر مودي مشر میلمه وو چیرته چې هغه د هند بحرالکائیل په هکله خپله ځلانده وینا آورولې وه. دا موضوع د رای سینا ډیالوګ په بهیر کې لا پسې پرمخ بوتلل شوه.

د بهرنیو چارو وزیرې د نریندر مودي د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکی اعلان او تشریح کړل او په ۲۰۱۹میلادی کال کې یې د راتلونکي په هکله لارښوونې هم وکړې. دا چې نړۍ اوس د امریکا متحده ایالاتو- جاپان- د آسټرالیا کمپ- او روسیې او چین کمپ ترمنځ قطبي شوې ده، هند ځان په داسې حال کې ویني چې د دواړو ګروپونو لخوا ورته اړتیا لیدل کیږي. نو له دې لحاظه، میرمن سوراج د هند د غوره او له انرژۍ ډکو نویو جوړو شویو نړیوالو جوړښتونو په هکله خبرې وکړې، کوم چې د ،،سب کا سات سب کا ویکاس،، یعنی د ټولو ملتیا او د ټولو پرمختیا د شعار له امله رامنځته شو…..