هند خپل الکترونیکی موټرو د غزولو پلانونو لپاره د چین شمولیت ته بلنه ورکړی

هندوستان پلان لری چې ۲۰۳۰میلادی کاله پورې الکترونیکی موټرو حرکت ته آخری بڼه ورکړی او په دی ترڅ کې د هند د الکترونیکی موټرو بازار غزولو لپاره یی د چین د صنایعو شمولیت او پانګونی ته یی هرکلۍ وویلو. دا خبره د نیتی ایوګ مشر مشاور انیل شری واستوا څرګنده کړی.

شری واستوا څوک چې له هند څخه د صنایعو د هیت مشری کوي په هندوستان کې د الکترونیکی موټرو بشپړ پلان لپاره د چین شمولیت ته یی بلنه ورکړه. نوموړی وویل چې ۲۰۳۰میلادی کاله پوری په هند کې په بشپړه توګه د الکترونیکی موټرو حرکت رامنځته کولو په موخه مونږ د چین د الکترونیکی موټرو لوی رول ته سترګې په لار یو. دا خبره یکشنبې په ورځ د هند سفارت څخه خپرې شوی یوی خبرپاڼې له مخی ویل شوی. د چین اي وی- ۱۰۰ د چین څه لپاسه ۲۰۰الکترونیکی موټرو صنایعو یوه شخصې ډله ده چې په بیجینګ کې د چین اي وی ۱۰۰ پنځم فورم جوړوی. حکومت او صنعتی استازی چی له ګردی نړۍ څخه راغلۍ په دغه فورم کې ګډون کوی. د چن سره د خپل غونډې په اوږدو کې شری واستوا وویل چې د هند او د چین بازار غوټه جسامت ته په کتلو د دواړو هیوادونو د الکترونیکی موټرو صنایعو لپاره د همکارۍ غټ استعداد شتون لری.

ماروتی سوزوکی، ټاټا، ټي وی ایس، او د صنایعو نوری ډلو څخه د هند وتلی صنعت کارانو په دغه فورم کې ګډون کوی.