متحده عربې امارات او سعودی عربستان به د هند په کرهنیزه ساحه کې پانګونه وکړی

د سوداګرۍ، صنعت او ملکي هوائې چلند مرکزی وزیر سریش پربهو نن وویل چې حکومت د کرنیزو چارو د صادراتو له یوې نوې پالیسۍ سره رامخته شوی چې په هغې کې به د هرې ولسوالۍ د شته امکاناتو په رڼا کې د ځانګړي صنعت او یا هم توکو لپاره پیژندنه وشي او په هماغه ګروپ کې به هغه ولسوالۍ ته پرمختګ ورکړل شي. د سي آی آی ملګرتیا د دوه ورځنۍ ناستې په پرانستونکو مراسمو کې چې په ممبۍ کې ترسره شول هغه وویل چې د زراعتي برخې د صادراتو پالیسي به په نږدې راتلونکی ورځو کې اعلان شي چې د هارټي کلچر، د شنو بوټو کینونې، ماهي ساتنې او مالدارۍ برخې به هم د زراعت ترڅنګ پکې شاملې وي چې بزګرانو ته به دا وړتیا ورکړي چې د خپلو تولیداتو لپاره ښه قیمتونه ترلاسه کړي. وزیر دا خبر هم ورکړه چې عربي متحده امارات او سعودي غواړي چې د هندوستان د زراعت په سکتور کې پانګونه وکړي ترڅو ځان ډاډه کړي چې هند د ځان لپاره د خوراکي توکو د امنیت ځای وګرځوي. ښاغلي پرابهو وویل چې زموږ موخه دا ده چې لا ډیرې خپلواکې سوداګرۍ ته لاره برابره شي او ډبلیو ټي او لا اغیزمن کړۍ شي.