هند او د مرکزې اسیا پنځه هیوادونو په افغانستان کې محاصری سولی ته ملاتړ وکړ

هند له افغاستان سره د اقتصادي بیارغونې او د افغانانو په مشرۍ، د افغانانو په رهبریت او د افغانان تر کنټرول لاندې سولې او په هغه هېواد کې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ ژمنې بیا تازه کړې. د بهرنیو چارو وزیرې هغه مهال د ازبکستان په سمرقند کې د هند موقف بیان کړو کله چې هغې د هند او مرکزي آسیا په تاریخي ډیالوګ کې خبرې کولې چې افغانستان هم پکې ګډون کړی وو. د ډیالوګ تمرکز په سیمه کې د شته ناندریو په هکله وو چې په هغې کې د ترهکرو لخوا د وران کړی شوي افغانستان سره د اړیکو پراختیا هم شامله وه. د ډیالوګ په لومړۍ مرحله کې د خبرو پرمهال میرمن سوراج وویل چې هند د پنځه نورو مرکزي آسیا هېوادونو په ملتیا چې افغانستان هم پکې شامل دی ترهګري غندي او ددغه عمل پروړاندې که په هره جامه کې وي راپورته کیږي. د ډیالوګ په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شوه چې هند، افغانستان او مرکزي آسیا هغه هېوادونه دي چې څو ډولیزم او برده باري خوښوي. اعلامیې کې دا هم راغلي چې دغه هېوادونه د ترهګرۍ سره د مبارزې او دغه عمل د لمنځه وړلو په موخه د همکاریو لپاره ژمن دي چې که د نړۍ په هر ګوټ کې هم وي. هندوستان، افغانستان، قزاقستان، کرغستان، تاجکستان او ازبکستان ددغې ناستې ګډونوال هېوادونه دي. میرمن سوراج د شنبې په ورځ د سمرقند تاریخي ښار ته رسیدلې وه ترڅو د هند او مرکزي آسیا په لومړنیو ډیالوګو کې برخه واخلي.