بی جی پي د یوی ځانګړی ډلی څخه رای ترلاسه کولو په موخه په سیاستونو کې نه دی پاتی شوی

لومړی وزیر نریندر مودی ویلی دی چې بهارتی جنتا ګوند په دی هکله سیاستونو کې شتون لری چی هیواد وژغوری مګر نور ګوندونه د ویش او د حکمرانۍ پالیسی خپلوی چې له یوی ځانګړی ډلی څخه رای ترلاسه کړی. ښاغلی مودی د تامیل ناډو میلادوتورای، پیرمبالور، سیواګنګا، تهینی او ویرودو نګر څخه د بی جی پي کارکونکو سره یکشنبې په ورځ ویډيو کانفرانسینګ د لیارې خبرې کولی.

ښاغلی مودی وویل چې موقع پرست ایتلافونه او د شاهی کورنۍ ګوندونه خپل پادشاهت جوړول غواړی مګر بی جی پی غواړی چې خلک اختیارات ترلاسه کړی. نوموړی باور څرګند کړو چې بی جی پی به راتلونکې د ولسی جرګی یا د لوک سبا په ټاکنو کې ډيره ښه کارکردګې ترسره کړی. ښاغلی مودی وویل چې رای ګیری بی جی پی او هیواد لپاره ډيره مهمه ده چې د حکومت پرمختیائې اجنډا مخ په وړاندی یوړلۍ شي. لومړی وزیر وویل چې تامل ناډو نساجی صنایعو لپاره مقبول دی او د هغه حکومت یو لړ ګامونه پورته کړی چې په خاصه توګه دغه سکټر ته زیاتوالۍ ورکړۍ شي.