د دفاع وزیره انډامان او نیکوبار ته دوه ورځنۍ سفر په موخه پورټ بلییر ته ورسیده

د دفاع وزیره میرمن سیتارمن د انډامان او نیکوبار کمانډ په دوه ورځنۍ دوره کې پورټ بلییر ته ورسیده. دا انډامان او نیکوبار ته د هغې دویم سفر دی. د دفاع وزیره به هلته د اې این سي برخې د زیربناوو د پرمختګ او د عملیاتو لپاره له چمتووالي څخه لیدنه وکړي. میرمن سیتارمن به نن د لوی نیکوبار ټاپوګي د کامپ بیل بای کمانډ د عملیاتي تمریناتو د لیدلو شاهده وي چې د ټول ډول ځواکونو لخوا به ترسره شي. هغه سرتیرو ته وینا واوروي او د میرییډ اکوموډیشن پراجیکټ یا ایم اې پي دوهمې مرحلې پرانسته به هم وکړي. چې داې این سي د بریچ ګنج پوځي مرکز کې د سرتیرو لپاره پر ۸۶۸ مسکوني کورونو باندې سمبال ده.