د زده کړی په راتلونکي دوره کې به په تعلیمی سازمانونو کې په زرګونه څوکۍ شتون ولري

د بشري سرچینو د پراختیا مملکتي وزیر پراکاش جواډکر ویلي چې د راتلونکي زده کړی دوری کې به په نوې درجه بندۍ کې تعلیمی سازمانونو کې په زرګونو څوکۍ شتون ولري. پرون ماښام په جیپور کې په یوه غونډه کې جواډکر د مودي د حکومت د پریکړې څخه یادونه وکړه چې د اقتصادي عدالت د لیږد په موخه یې یوه انقلابي پریکړه کړې. وزیر وویل چې د جون په میاشت کې چې اکاډمیک دور پیلیږي نو په انسټیټیوټونو کې به زرګونه نوې څوکۍ شتون ولري چې د آی آی ټي، آی آي آي ټي، این آي ټي، په برخو کې به په مرکزي او نورو پوهنتونونو کې له لس سلنه تخفیف سره د تدریس لپاره چمتو وي. ښاغلي جواډکر وویلې چې د هیڅ چا سپما اضافي نده دغه لس سلنه سپما یا تخفیف په عمومي بڼه د اقتصادي پلوه په نظر کې نیول شوي.