د یونان د دفاع وزیر پرون د خپلې استعفی اعلان وکړو

په یونان کې د دفاع وزیر چې د لومړي وزیر آلیکسیس ټي سیپراس د ایتلاف له مهمو شریکانو څخه دی، پرون یې د ماکیډونا د نوم د معاملې له امله د خپلې استعفی اعلان وکړو. دغه وزیر خپله استعفی د میکیډونا د نوم له امله د ۲۷کلنې نزاع د ختمولو په موخه د راتلونکو پارلماني رایې اچونو د پیل په درشل کې اعلان کړه. د دفاع وزیر کامینوس له لومړي وزیر آلیکسیس ټي سیپاراس سره د خبرو نه وروسته وویل چې د میکیډونا موضوع هغه نه پریږدي چې خپله څوکۍ قربان نکړي. هغه ددې خبر هم ورکړ چې د هغه اې این اي ایل ګوند هم له حکومت سره خدای په امانی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د هغه د ګوند بعضې پارلماني غړي لا اوس هم له هغه سره متضاد نظر لري. د ماکیډونیا قانون جوړوونکو د جمعې په ماښام ددې لپاره رای اچونه ترسره کړه چې د دوی د هېواد نوم دې د شمالي میکیډونیا جمهوریت ته بدل کړی شي مګر دغه هوکړه لیک اوس د یونان پارلمان ته د تصویب لپاره استول کیږي چې له هغې وروسته به د پلي کولو وړ وي.