په چین کې د ډبر سکرو د کان نړیدلو له امله ۱۹کان کیندونکي وژل شوي

د چین په شانکزي ایالت کې د ډبر سکرو د کان د نړیدلو له امله ۱۹ کان کیندونکي وژل شوي دي. د محلي چارواکو په وینا دوه کان کنونکي اوس هم د ځمکې لاندې بند پاتې دي. دا پیښه تیره ورځ د لیجیاګو په کان کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې ۸۷کان کیندونکو پکې کار کولو. په راپورونو کې راغلي چې ۶۶کان کیندونکي ژغورل شوي دي. د دوه لادرکو کان کنونکو لپاره اوس هم پلټنې راونې دي.