د کهیلو انډیا: مهاراشټرا تقریباً په هره برخه کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل

د کهیلو انډیا ځوانانو په لوبو کې پرون مهاراشټرا تقریبآ په هره برخه کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل او د مډالونو د اخیستلو لړۍ ته یې دوام ورکړ. د لوبو کوربه ایالت اوس مهال ۵۶ د سرو زرو، ۴۴د سپینو زرو او ۵۶د برونزو مډالونه لري چې ټولټال یې ۱۵۶مډالونه ترلاسه کړي. ددې ترڅنګ چې نهه د سرو زرو مډالونه یې هم ترلاسه کړي چې په هغو کې درې درې د جوډو او لامبو وهنې د سیالو له لارې ترلاسه شوي مډالونه دي خو ډیلی بیا هم له کوربه هېواد نه وروسته پاتې. په انفرادي بڼه کې ض۱۰ کلن ابهیناو شاو له میهولي ګوش سره د ټوپک نښه ویشتونکو سیالیو کې نه ماتیدونکې بریا ترلاسه کړه. په دې سره شاو د دې برخې ترټولو کوچنی د سرو زرو مډال ګټونکی لوبغاړی شو. دا په داسې حال کې ده چې د تامیل ناډو بالا کمار نیتین او د کرناټکا اې ټي دانیشوري هم د هېواد په کچه په ۱۰۰ متره او ۲۰۰ متره واټن کې مخکښ راغلل. پرون د ۱۲ سرو زرو مډالونو له ډلې څخه مهاراشټرا ۴ او ډیلي او کرناټکا بیا درې درې مډالونه ترلاسه کړل.