هند او نیپال دوه اړخیزو اړیکو ته بیا کتنه کوي

لیکنه: د رتن سالدی

ژباړه: د پښتو څانګه

د نیپال د بهرنیو چارو وزیر پردیپ کمار ګیاوالي تیره اونۍ د رای سینا ډیالوګ په څلورم دور کې د ګډون په موخه نوي ډیلي ته راغلی وو. هغه له دې فرصت نه په ګټې اخیستو سره د هند د بهرنیو چارو وزیرې میرمن سوشما سوراج سره وکتل او د هند او نیپال ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په بیلابیلو اړخونو یې د نظر تبادله وکړه. دواړو وزیرانو بیلابیلو برخو پورې اړوند په دوه اړخیزو اړیکو کې د وروستنیو پرمختګونو په هکله هم خبرې وکړې چې په دې کې د ۲۰۱۸میلادی کال راپدیخوا د اړیکو، کرهنې او اوبو لګونې نوې لاسته راوړنې او نوښتونه هم شامل وو. دواړو رهبرانو د یادو هېوادونو ترمنځ د شته بیلابیلو برخو له اړیکو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې دغه د ملګرتیا او تاریخي او عنعناتو څخه برخمنې اړیکې به لاپسې پیاوړې کړي.

تیرکال د مئ په میاشت کې نیپال ته د لومړي وزیر نریندر مودي د سفر چې په تیرو څلورو کلونو کې د هغه څلورم سفر و، پرمهال دواړو هېوادونو په اقتصادي مخ پر ودې برخو او د ولسونو له ولسونو سره د اړیکو په برخه کې مهم رول لوبولو باندې ټینګار کړی وو. هند او نیپال تیرکال په درې نویو برخو کار پیل کړی وو چې د اورګاډي چارې، کرهنې او د اوبو د ویش برخې پکې شاملې وې. د اوبو له لارو نښلیدل د دواړو هېوادونو لپاره په بشپړه توګه نوې کاري ساحه وه.

د هند او نیپال ترمنځ د تفاهم هوکړه لیک د تیر آګست په میاشت کې په کټمنډو کې د جوړې شوې بیمسټیک ناستې په درشل کې لاسلیک شوی وو چې د هند د سرحدي ښار راکسل نه بیا د نیپال تر مرکزي ښار کټمنډو پورې د غځیدلي اورګاډي سرک پر لومړنیو سروې ګانو خبرې شوې وې. دواړو هېوادونو ددغه بریښنایي اورګا‌ډي د سرک پر جوړیدنې چې د هندوستان پر لګښت جوړیږي، موافقه کړې وه. دا سروې د یو کال په موده کې بشپړیږي. د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یاد اورګاډي د سرک له چارو او همداراز د هغو اورګاډي سرکونو له چارو څخه هم لیدنه وکړه کوم چې د هندوستان په مالي مرسته په نیپال کې جوړیږي او د جوړیدو په لومړنۍ مرحلې کې قرار لري.

د هند او نیپال ترمنځ دریم نوښت چې تیرکال په دوه اړخیزه توګه پیل کړی شوی وو هغه د کرهنې په برخه کې وو. دا چې دواړه هېوادونه تر ډیر کرهنیز هېوادونه دي نو له همدې امله یې په دې برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې نه هیریدونکې هلې ځلې پیل کړې وې. دوی پریکړه وکړه چې د څیړنې او پرمختګ، د عصري کرهنیزو چارو په روزنو، د تقویه شویو تخمونو په ټکنالوجۍ، د خاورې روغتیا، ځنګلاتو، مالدارۍ او نورو اړوندو برخو کې به په ګډو پروژو او همکاریو کار کوي. د دې پریکړې د تعقیب په موخه د نیپال د کرهنې وزیر، د ځمکو د ادارې او د همکاریو مسوول چکراپاني کهانال د تیرکال جون په میاشت کې نوي ډیلي ته دوره کړې وه او د هند د کرهنې او بزګرانو چارو له وزیرې رادها موهن سینګ سره په کرهنیزو ملګرتیاوو کې ارزښتمنې خبرې اترې ترسره کړې وې.

د رای سینا ډیالوګ پرمهال ښاغلي ګیاوالي د هند او نیپال ترمنځ د اړیکو پر ارزښت رڼا واچوله اود شته اړیکو پر ګډو ودو او خوشحالیو، په فزیکي بڼه د هېوادونو نښلول او د ولسونو له ولسونو سره غوره اړیکو پر اهمیت یې هم ټینګار وکړو. په دې یې هم بحث وکړو چې هندوستان د نیپال تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی، او له ۹۰ څخه د ډیرو هېوادونو استاذو ته یې دا یادونه هم وکړه چې هند او نیپال په جفرافیایي، تاریخي، مذهبي او فرهنګي بڼه هم سره نخښتي دي او خوږه ملګرتیا سره لمانځي. میرمن سوراج په کنفرانس کې وویل چې نوي ډيلي له خپل ګاونډي هېواد سره خپلو غځیدلو اړیکو ته په چټکه توګه پاملرنه کړې او غواړي چې راتلونکی نسل د ځلانده آډانو او سیمه ییزو اړیکو په برخو کې دغه اړیکې لا پراخی کړي. د رای سینا ډیالوګ د بهرنیو چارو وزارت د او د څيړنو مبصر فونډيشن لخوا د (یو خپلواکه فکر- هغه فکر چې د نړیوالې ملګرتیا جوړول یې موخه ده) ترعنوان لاندې په ګډه ترتیب شوي وو.