د ګوادر پلان منظورۍ کې ځنډ په علت د چین شرکتونه خپه دی

لیکنه: د معین الدین خان

ژباړه: د پښتو څانګه

د چین پاکستان اقتصادی لاره یعنی سی پي آي سی پروژې په معامله کې د پاکستان حکومت او پوځې تاسیساتو لخوا تل دا احساس ورکړۍ شوی چط دا به پاکستانۍ اقتصاد مستحکم کړی او پاکستان کې اقتصادی خوشحالې راوستلو لپاره دا ترټولو غټه پروژه ده. که څه هم د خلکو یوه زیاته برخه ددی پروژې په هکله ځينی ښه رای نه لری. ددی خلکو دا فکر دی چي ددی ترلاندی پاکستان به د چین پورونو بوج ترلاندی راشي او د پاکستان ددی پورونو تادیه کولو مسله د اندیښنی وړ وضعیت رامنځته کولۍ شي. په ځينی ډلو کې د اقتصادی لاری پروژه د نوی ایست انډيا کمپنۍ سره پرتله کړی. د پنجاب ایالت څخه پرته نور ایالتونه د دی پروژې سره زیات خوشحاله نه دی او د بلوجستان ایالت خلک دا امید نه لری کله چې دا دعوا شوی چې د ګوادر بندر او اقتصادی لاری مکمل کیدو څخه پس د بلوچستان قسمت به ښه شي. د دی پروژې په اړه لومړۍ وزیر عمران خان او د نوموړی ګوند تحفظ د مخکی څخه و. او د نوموړی ګوند ۲۰۱۴میلادی کال کې د چین پاکستان اقتصادی لاری پروژې خلاف سخت احتجاج کړۍ و. اوس څنګه چې عمران خان لومړۍ وزیر دی دا احساس ورکړۍ شوی چې پروژې په هکله ځينی تردید نشته. لیکن کله چې عمران خان قدرت په لاس کی واخیست د هغه وخت څخه دا لیدل شوي چې د ۶۰ بیلیونه ډالرو څخه زیات د دغی لاری یو شمیر پروژو معامله کې پرله پسی خنډونه رامنځته شوی. نوی خبر دا ده چی د چین شرکتونه چی دغی پروژې سره غوټه دی هغوی دی خبرې سره ډير زیات پریشانه دی چې جنوب لودیځ ساحلی ښار ګوادر سمارټ ساحلی ښار پلان منظورۍ کې غیر ضروری ځنډ رامنځته کیږی. د رسنیو خبرو څخه داسی معلومیږی چې د ګوادر سمارټ ساحلی ښار ماسټر پلان خاکه د چین دوو شرکتونو لخوا تیار کړۍ شوی و. ددی مصرف ۵۲۱میلیونه روپۍ و. په دی کې ۴۲۵میلیونه روپۍ چین لخوا ورړۍ شوی وی. کله چې د پاکستان حکومت ۹۱میلیونه روپۍ برابر کړی وی. دغه شرکتونو په پلان باندی ۲۰۱۷میلادی کال کې کار پیل کړۍ و او ۲۰۱۸میلادی کال دسمبر میاشت کې کار یی بشپړه کړو د دی څخه وروسته د ګوادر انکشاف مقاماتو دغه پلان ته منظوری ورکړه. او دا یی د مرکزې حکومت منظورۍ لپاره ولیږلو لیکن حکومت تراوسه پوری په دی ترڅ کې ځينی فیصله نه ده کړی او نه په دی ترڅ کې ځينی پرمختګ شوی. دغه پلان اوسه پوری د حکومت انکشاف شعبې غور ترلاندی دی د دی مطلب دا دی چې په دی ترکې اوسه پوری ځينی فیصله نه ده شوی. دغه وضعیت څخه په خپه کیدو د چین شرکتونو پاکستان حکومت ته اخطار ورکړۍ که چیری دغه پلان منظورۍ کې نور ځنډ رامنځته شو او مصرف کې زیاتۍ راغلۍ نو ددی بار به د پاکستان حکومت په غاړه وی. د پروژې سره اړه لرونکو کسانو دا هم وینا ده چی نور زیات ځنډ سره به نه یواځي ددی پروژې مصرف زیات شي بلکې د ګوادر انکشاف مقاماتو نور پرمختګ پروژو باندی به منفی اخیزې وشي. قدرت ته د راتلو څخه مخکې عمران خان نه یوازې ددی پروژې خلاف و او اکثر به یی ددی پروژې مخالفت کوو بلکې د نواز شریف حکومت به یی په پرله پسی توګه رټلو. د نوموړی دا وینا وه چی اقتصادی لاری پروژې کې ډير زیات مالې چلچلوټې وده ورکول کیږی او ورسته نوموړی د دی خبرې شکایت به یی هم کولو چې ددغی لاری کارونو کې ړونوالۍ په نظر نه راځي.