د افغانستان په غزنی ولایت کې د هوایی حملی په ترڅ کښی ۶طالبان وژل شوي

د افغانستان په غزنی ولایت کښی دحکومتی قواوو د هوایی حملی په ترڅ کښی دطالبانو دیو قومندان په شمول ۶ طالبان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دغزنی ولایت دمقام ویاند ښاغلی عارف نوری ویلی دي چي دغه حمله په قره باغ ولسوالی کښی دطالبانو په یوه پټنځای باندی د جمعی په ورځ شوی ده. دغه عملیات د قره باغ ولسوالی دجمال خیلو په کلی کښی د تروریستان په مقابل کښی ترسره شوی.