امریکا او شمالې کوریا به د ټرمپ او کیم ترمنځ سرمشریزې غونډې څخه وړاندې لیدنه وکړی

د امریکې متحده ایالات او شمالې کوریا به د فبرورۍ میاشتې په پاي کې ویتنام دننه د خپلو مشرانو پلان شوی دویمی سرمشریزې غونډې څخه وړاندې د اسیا په یو نامعلوم هیواد کې روانه میاشت یو ځلې بیا یو بل سره وګورې. دا خبره د جنوبې کوریا چارواکو یکشنبې په ورځ څرګنده کړه. د جنوبې کوریا ولسمشرې دفتر ویلی دی چې ددی څخه پس د امریکا او د شمالې کوریا یوه غونډه به بله اونۍ ترسره شي. د شمالې کوریا لپاره د امریکا خصوصې استازۍ سټيفن بیګن تیره اونۍ پیونګ یونګ څخه لیدنه کړی وه چې د ویتنام سرمشریزې غونډې تفصیلات طرحه کړی.

ولسمشرې دفتر ویلی دی چې امریکا او شمالې کوریا پیونګ یونګ ته د بیګن سفر یوی موقع په توګه کارولی چې هغوی دواړه یو بل څخه څه غواړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو بیان له مخې بیګن او کیم هیکچول چې د شمالې کوریا د امریکا د چارو خصوصې استازۍ دی، د سنګاپور سرمشریزې غونډې لپاره د ښاغلې ټرمپ او د ښاغلې کیم د غونډې په هکله بحث کړۍ.