د آي ایم ایف مشر د بریکسیټ په ګواښ انګلستان وننګوو

د پیسو مرستندویه صندوق رئیس کریسشین لاګارډ ګواښ کړی چې که چیرې برتانیه له اروپایي ټولنې څخه ووځي نو دا به په دې معنی وي چې ددې هېواد اقتصاد به هیڅکله هم داسې ښه نه وي لکه اوس چې دی. پرون په دوبۍ کې د حکومتونو نړیوالی ناستې ته د خبرو پرمهال میرمن لاګارډ له اروپایي ټولنې څخه د برتانیې پر وتلو نیوکې وکړې. برتانیه په پام کې لري چې د راتلونکې میاشتې په ۲۹مه نیټه له اروپایي ټولنې څخه ووځي. د برتانیې کاري ادارې له دې ویره لري چې که چیرې له بریکسیټ سره معامله ونشي نو د برتانیې او مرکزي اروپایي هېوادونو ترمنځ به د مالیاتو د وضع کولو پر افراتفرۍ، ګمرکاتو او نورو خنډونو له امله د دوی اقتصاد زیانمن شي.